د والي په وینا، اوس مهال افغان امنیتي ځواکونه په سپکو او درنو وسلو سمبال دي او په پوره قوت د یو شېمر سېمو څخه ساتنه کوي.
« د هلمند امنیتي وضیعت تېرو ۳ـ۴ میاشتو ته په کتو ډېر ښه شوی دی اوس مهال زموږ ځینۍ لارې چې د هغه له جملې څخه ۶۰۱شهرا خلاصه شوې چې مخکې دا لار بنده وه اوس ستوزه نشته بل زموږ وسله وال پوځ د پخوا په پرتله ډېر قوي شوی دی»
بلخوا بیا د دې ولایت یوشمېر او سېدونکي وایې، حکومت تر اوسه په دې ولایت کې داسې ښکاره پرمختګ نه دی کړی.
د هغوی په خبره چې د ولسوالیو ټولې لارې د لښکرګاه ښار سره تړولي دي او د دې ترڅنګ یوازې دلښکرګاه ـ او کندهار ولایتونو شهرا داسې پرانستلي دي چې یو ساعت د حکومتي چاروکو په لاس کې وي یو ساعت بیا د وسله والو طالبانو په لاس کې وي.
«حکومت وایي چې موږ ۶۰۱ شهرا لار خلاصه کړې یو شپه د حکومت په لاس کې وي او بله شپه د طالبانو په لاس کې او جګړه چې اوس د ښار په درېیمه حوزه کې ده موږ د ډزو د لاسه خوب نشو کولای هېڅ پرمختګ حکومت نه دی کړی»
« په ټوله کې ددې ولایت امنیتې وضعیت هیڅ نه دی سم شوی ترپخوا لاپه ښار کې ترورونه او چسپکې کیانو غلاوې زیاته شوې او بل هیڅ لانه ده خلاصه شوي او نه په کومه ولسوالیو کې داسې کوم پرمختګ شوي دی»
په داسې حال کې د دې ولایت ځای امنیتي مسولین د یو لړ پرمختګونو خبر ورکوي چې د۵ میاشتو راهسې لاهم جګړه د دې ولایت په ناوې او نادعلي ولسوالیو کې د یو شېمر سېموترڅنګ د ښار په دریمه حوزه بولان سپېنه کوته بشران کې لاروانه ده .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


