له دغه وزارت څخه د یکشنبې ورځ به خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد وسله وال طالبان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي په وژل شویو کې ۵ ځانمرګي او د طالبانو مهم قوماندانان هم شامل دي.
په ورته مهال طالبانو خپل نظامي کمېسیون ته سپارښتنه کړې که پر کلیو او کورونو د افغان حکومت عملیات متوقف نه شي پروړاندې یې اقدام وکړي.
طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د افغان ځواکونو له لوري د بهرنیانو په هوايي او استخباراتي ملاتړ د طالبانو او ولسي خلکو پر وړاندې ستر عملیات پیل شوي دي چې په ترڅ کې د عام وګړو کورونه او کلي ړنګ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

