ads

جمهور رییس غني د ګاونډیو، سیمې او اسلامي هیوادونو سفیرانو سره ولیدل

جمهوري ریاست وایي، جمهور رییس محمد اشرف پرون مازیګر په چهار چنار ماڼۍ کې د ګاونډیو، سیمې او اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره ولیدل او له هغوی سره یې د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
15 وری 1400
جمهور رییس غني د ګاونډیو، سیمې او اسلامي هیوادونو سفیرانو سره ولیدل
محمد اشرف غني

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغه لیده کې جمهور رییس غني د سولې پروسې او د هغې د راتلونکو ګامونو په اړه د افغانستان حکومت لیدلوری تشریح او د یادو سفیرانو پوښتنې ځواب کړې.

دا لیدنې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د اپریل ماشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې د افغانستان سولې لپاره ځانګړې ناسته جوړه شي، چې یاده ناسته به لس ورځې دوام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA