امنیه قومنداني وایي، تېره ورځ د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د دهبوري په سیمه کې پنځه تنه هغه مهال ونیول شول چې پولیسو ته یې سپکاوی وکړ.
د امنیه قومندانۍ خبرپاڼه وایي، پر امنیتي سرتېرو لاس پورته کول جرم دی او له نیول شوو کسانو به جدي پلټنه وشي.
د سرچینې په وینا، په هېواد کې د زورواکۍ وخت تېر شوی، هر څوک چې د امنیتي بنسټونو پر وړاندې درېږي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په ګڼو سیمو کې افغان سرتېري د زورواکو له ناوړه چلند سره مخ شوي دي.
امنیتي ادارې له هېوادوالو غواړي چې په دې برخه کې له پولیسو سره همکاري وکړي، څو په دې سره د زورواکۍ او هغو کسانو مخه ونیول شي چې امنیت ته ګواښ پېښوي.


