خبرپاڼه زیاتوي، په دغو بریدونو کې ۱۸ طالبان وژل شوي او د هغوی یو موټر سایکل، یوه اندازه وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
د دغو عملیاتو پر مهال ۱۳ کړۍ ماینونه هم شنډ شوي دي.
دفاع وزارت وایي، په یادې ولسوالۍ کې ملي اردو ځواکونو د طالبانو یو موټر بم برید هدف ته تر رسیدو مخکې نیولی او له منځه یې وړی دی.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ هم په کندهار کې د ۱۸ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی و.
خو طالبانو بیا په دې اړه تبصره نه ده کړې.


