محب: د ترکیې ناستې ته چمتوالی روان دی

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب که څه هم د ترکیې غونډې ته د چمتوالي خبر ورکوي، خو زیاتوي چې لاهم د دې ناستې د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.