ads

محب: د ترکیې ناستې ته چمتوالی روان دی

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب که څه هم د ترکیې غونډې ته د چمتوالي خبر ورکوي، خو زیاتوي چې لاهم د دې ناستې د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

محمدخان بریال
14 وری 1400
محب: د ترکیې ناستې ته چمتوالی روان دی

نوموړي د شنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل، د افغان حکومت مذاکره کوونکی پلاوی په دوحه کې د دې ناستې د اجنډا پر څرنګوالي له ښکېلو لورو سره په خبرو بوخت دی، څو په دې برخه کې یوې هوکړې ته ورسېږي.
ده څرګنده کړه چې د سولې طرحې په تړاو اوس هم خبرې روانې دي او په دې برخه کې یوې پایلې ته د رسېدو هڅې کېږي.
که څه هم تر اوسه د ترکیې د غونډې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو ویل کېږي چې په راتلونکو اونیو کې به دا ناسته ترسره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA