د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه د ملي امنیت اړوند صفر دوه قطعې د پچیر اګام ولسوالۍ لاندې پچیر سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د پچیر اګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې مسوول او د جلب او جذب غړی “زړور” مشهور په شامحمود له نهه نورو شکمنو کسانو سره یو ځای ونیول شو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یادو عملیاتو پرمهال امنیتي ځواکونو ته ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


