ads

د طالبانو یو غړی په فاریاب کې ونیول شو

د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، ځواکونه یې پر دې توانېدلي چې د عنایت الله په نوم د طالبانو یو غړی ونیسي.

محمدخان بریال
14 وری 1400
د طالبانو یو غړی په فاریاب کې ونیول شو

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش کلید ته وویل، دغه طالب جنګیالی د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ اصلي اسېدونکی دی او نن سهار مهال یې میمنې ښار ته د تګ هڅه کوله.
هغه زیاتوي، ځواکونه یې توانېدلي چې دغه وسله وال طالب ونیسي او په وینا یې، نیول شوی تن د افغان سرتېرو پر پوستو په برید هم تورن دی.
د فاریاب د امنیتي چارواکو په وینا، نیول شوی تن به عدلي او قضایي ادارو ته ور وپېژني.
خو طالبانو بیا په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA