د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، تېره ورځ په لغمان، سرپل، ننګرهار، تخار او خوست ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې د یو ماشوم په ګډون شپږ تنه وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې دغه مرګ ژوبله د لغمان ولایت په علیشنګ، د سرپل د خواجه غار ولسوالۍ په کندهاري سیمه، د جلال اباد ښار د اوومې حوزې اړوند او د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ او همدارنګه د خوست په صبري ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو له امله رامنځته شوې ده.
تر دې وړاندې هم په ګڼو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د رسنیو له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې یوازې په تېره میلادي میاشت کې ۳۰۵ تنه په هدفمندو بریدونو کې وژل شوي او ۳۴۹ نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.
وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې د ملکي وګړو په وژلو کې خپل لاس درلودل رد کړي دي.


