د افغانستان د اسلامي محاذ ګوند استازي احسان الله صدیق د سیاسي ګوندونو د ګډې اعلامیې خپرولو پر مهال دا څرګندونې وکړې.
هغه وویل، د افغانستان سیاسي ګوندونه د سولې رامنځته شوي فرصت هرکلی کوي او زیاته یې کړه، که دا فرصت له لاسه ووځي، هېواد به له جدي بحران سره مخ شي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان سیاسي ګوندونه په ترکیه کې د کېدونکې ناستې هرکلی کوي او هیله یې څرګنده کړه چې دا ناسته به په هېواد کې د تلپاتې سولې د راتګ لامل شي.
سیاسي ګوندونه پر داسې مهال د ترکیې ناستې هرکلی کوي چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې استانبول د افغانستان د سولې په تړاو د یوې ناستې کوربه کوي.
دې ناستې ته پر حکومتي چارواکو سربېره طالبان هم بلل شوي دي.


