ads

د امریکا د سولې طرحې ارزونې پایلې مصالحې شورا ته وړاندې کېږي

ټاکل شوې نن د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د طرحې په هکله خپل لید لوری د مصالحې شورا ۱۵کسیزې کمېټې ته وسپاري.

محمدخان بریال
14 وری 1400
د امریکا د سولې طرحې ارزونې پایلې مصالحې شورا ته وړاندې کېږي

د دې شورا غړي عطاالرحمن سلیم رسنیو ته دا خبره کړې ده.
هغه زیاته کړې، د مصالحې شورا ۱۵ کسیزه کمېټه به پر دغه لیدلوري بحث وکړي او د دوی تر هوکړې وروسته به دا طرحه د حکومت له خوا د ترکیې په غونډه کې مطرح شي.
په دې کمېټه کې د دې شورا پر نور غړو سربېره، پخوانی جمهور رییس حامدکرزی، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او عطامحمد نور هم شتون لري.
که څه هم د استانبول د غونډې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو تر دې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په اپرېل میاشت کې د یادې غونډې ترسره کېدو خبر ورکړی و.
تمه ده چې تر راروانو څو اوونیو افغان حکومت، سیاستوال او طالب مشران د ترکیې په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA