ads

په کابل کې د چاودنې مخه ونیول شوه

د کابل امنیتي چارواکي د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د چاودنې مخنیوي خبر ورکوي.

محمدخان بریال
13 وری 1400
په کابل کې د چاودنې مخه ونیول شوه

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامز وایي، نن سهار اووه بجې او ۵۰ دقیقې د کابل ښار د اتمې ناحیې اړوند د کارته‌نو په سیمه کې د یو کور مخ ته ریموټ کنټرول ماین ځای پر ځای شوی و.
هغه زیاتوي، د کابل پولیس پر وخت سیمې ته رسېدلي او ماین یې شنډ کړی دی.
تر دې وړاندې هم په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د ګڼو چاودنو مخه نیول شوې ده.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA