ads

په کابل کې د حزب اسلامي لاریونونه پیل شول

دغه حزب ادعا کوي چې حکومت ورسره پر شوې هوکړه عمل نه دی کړی او نه یوازې درې زره بندیان يې په پل چرخي او ګونټانامو زندانونو کې بندیان دي، بلکې ۳۰ زره وسله وال، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې يې د مدغم کېدو لپاره حکومت ته معرفي کړي وو، نه دي ځای پر ځای شوي.

محمدخان بریال
13 وری 1400
په کابل کې د حزب اسلامي لاریونونه پیل شول

تېره ورځ ګلبدین حکمتیار ویلي وو چې د لاریونونو ترڅنګ به په ځینو ولایتونو کې د خپلو وسله والو غونډې هم ترسره کړي.
ده زیاته کړه، وسله وال یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ځای پر ځای کېدو اراده لري، خو حکومت په دې اړه تر اوسه اقدام نه دی کړی.
نوموړي حکومت ته خبرداری ورکړ، تر هغه به په کابل او ولایتونو کې لاریونونو ته دوام ورکړي، څو یې حکومت ورسره پر کړې هوکړه عمل نه وي کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA