ads

په هلمند کې ماین چاودنې د پنځو ملکیانو ژوند واخیست

د هلمند ولایت د ولایتي شورا رییس عطاالله افغان د جمعې په ورځ کلید ته وویل، دغه ماین چاودنه د شپږ سوه یو نمر شهرا پر لاره د ملکي وګړو پر موټر شوې ده.

حضرت محمد روحاني
13 وری 1400
په هلمند کې ماین چاودنې د پنځو ملکیانو ژوند واخیست

د ده په وینا، په دې پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.
هغه زیاتوي چې دغه ماین د وسله والو طالبانو له لوري د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو په نښه کولو په هدف په یاده لاره کې ځای پر ځای شوی و.
یوې امنیتي سرچینې بیا کلید ته د وژل شوو کسانو شمېر اووه تنه یاد کړی دی.
د یاد ولایت امنیتي چارواکو تر اوسه د پېښې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA