ads

په هرات کې ماین چاودنې اووه مېرمنې ټپیانې کړې

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، د کشک کهنه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې اووه مېرمنې ټپیانې شوې دي.

محمدخان بریال
13 وری 1400
په هرات کې ماین چاودنې اووه مېرمنې ټپیانې کړې

د دغه ولایت د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، دا پېښه نن سهار اته بجې په سیمه کې د یو فلانکوچ موټر د تېرېدو پر مهال رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي، د پېښې درې ټپیان د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي او پاتې نور د یادې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې تر درملنه لاندې دي.
که څه هم د دغه ولایت سیمه‌ییز چارواکي دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې تر اوسه د شوې پېښې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.
مسولیت یې هم چا نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA