ads

ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ سرپرست ټاکل شوی

د افغانستان د چارو اداره خبر ورکوي چې ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ سرپرست او نوماند ټاکل شوی دی.

محمدخان بریال
13 وری 1400
ذبیح الله کلیم د لویې څارنوالۍ سرپرست ټاکل شوی

له دې ادارې څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت به ډېر ژر نوموړی د باور رایې تر لاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني.
ذبیح الله کلیم د حقوقو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري چې تر دې مخکې یې د عدلیې وزارت د قضیو عمومې رییس په توګه دنده تر سره کړې ده.
تر دې وړاندې فرید حمیدي د لوی څارنوال په توګه دنده ترسره کوله.
فرید حمیدي په ۱۳۹۵ یم کال کې د ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړه او د څلورو کلونو لپاره یې په همدې څوکۍ دندې ته دوام ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA