نوموړي نن کلید ته وویل، دی او ورسره پلاوی خارستان ولسوالۍ ته د امنیتي پوستو د لیدو لپاره تللي وو، چې په لاره کې د طالبانو له برید سره مخ شول.
دی زیاتوي، په دې پېښه کې پنځه امنیتي سرتېري او د ملي راډیو ټلویزیون یو عکس اخیستونکی ټپیان شوي دي.
د ده په خبره، په دې نښته کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
په ورته مهال د غور ولایت د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي کلید ته وویل چې د پېښې له ځایه دوی ته اووه تنه ټپیان وروړل شوي او د پنځو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


