ads

د ترکیې ناستې د اجنډا څرنګوالي لپاره بحثونه پیل شوي

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی د ترکیې په پایتخت استانبول ښار کې د کېدونکې ناستې د اجنډا څرنګوالي لپاره د بحثونو پیلېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
13 وری 1400
د ترکیې ناستې د اجنډا څرنګوالي لپاره بحثونه پیل شوي

د مرکچي پلاوي غړي غلام فاروق مجروح رسنیو ته په غږیز پیغام کې دا خبره کړې ده.
هغه زیاته کړې، د ملګرو ملتونو په ګډون د ترکیې او امریکا استازو د قطر هېواد په منځګړیتوب هڅې پیل کړې دي، څو د افغان سولې په تړاو د ترکیې د کېدونکې ناستې د اجنډا پر ترتیب یوې هوکړې ته ورسېږي.
که څه هم د دې ناستې کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، خو تر دې وړاندې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل ماشتې په جریان کې د یادې ناستې ترسره کېدو خبر ورکړی و.
دا ناسته پر داسې مهال جوړېږي چې طالبان لاهم د دوحې تړون پر پلي کېدو او د خپلو ټولو بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر وړمه ورځ له خلیلزاد سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د دوی ټول بندیان باید له بنده ازاد، د دوحې تړون پلی او له تور لېست څخه د طالب مشرانو نومونه وایستل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA