ads

پکتیکا، ماشومانو کې د شري ناروغي په بې ساري ډول ډېره شوې

د پکتیکا روغتیايي مسولین وايي، د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې په زیات شمېر کې ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي او ورځني ډول ډول روغتیايې مرکزونو ته مراجعه کوي.

خیرالدین ذکي
12 وری 1400
پکتیکا، ماشومانو کې د شري ناروغي په بې ساري ډول ډېره شوې

دوی څرګندوي که د کورنۍ مشران او نور غړي يې خپلو ماشومانو ته واکسین ورنکړي، په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی لوړ نشي، ښايې وضعیت تر دې لا نور هم خراب شي.

پکتیکا ولایتي روغتون کې د ماشومانو برخې مسول ډاکتر غوث الدین دانش کلید سره په خبرو کې وویل په وروستیو کې د نورو ټولو ناروغانو په پرتله په شري د اخته ماشومانو شمېر ډير دی او هره ورځ دوی ته په لوی شمېر کې همدا ناروغام مراجعه کوي.

نوموړی څرګندوي شری په ماشومانو کې له خطرناکو ناروغیو ګڼل کیږې، که د کورنۍ غړي او مشران خپل ماشومان له دې ناوړه ناروغۍ څخه خپله ونه ژغوري او وقايې ته يې پام وکړي، وضعیت به له دې نور هم خراب شي.

« پکتیکا کې په دې ورستیو کې د شري ناروغانو شمېر په بې ساري ډول ډیر شوی او دا څه ځکه بږنونکي دي چې په ماشومانو کې له پنځو هغو ناروغیو څخه چې دوی ورڅخه مري یوه يې هم همدا شری ده، د کورنۍ غړي باید په هیڅ صورت خپل ماشومان له واکسین څخه بې برخي نکړي.»

د دې ولایت ځیني نور روغتیاپالان هم وايې شری خطرناکه ناروغۍ ده، خو وقایه او درملنه يې د دوی په ټکو خپله د کورنیو په مشرانو او مسولینو پوري اړه لري.

دوی وویل که ماشومانو ته ټول واکسینونه پر خپل وخت ورکړل شي او روغتیا ته يې پام وشي، هیڅکله به هم هغوئ له دا ډول ستونزو سره نه مخ کیږې.

« زموږ له ټولو هېوادوالو څخه غوښتنه داده چې خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته یوسي او په خپلو ټاکلو وختونه ورته واکسین ورکړي، په واکسین تر لاسه کولو سره د هغوئ دفاعي سیستم پیاوړی کیږې او له شري څخه ژغورل کیږې، د مخنیوي یوازینۍ لاره يې همدا ده.»

د ارګون ولسوالۍ یو تن قومي مخور پیرغلام وویل د روغتیا پالانو تر څنګ دیني عالمان او مشران هم مسولیت لري چې خلکو ته د ښې روغتیا لارې وښي او ولسونه وهڅوي تر څو خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي.

نوموړی څرګندوي دوی په عمل کې دا کار کړی، ځان د ټولنې پر وړاندې مسول ګڼې خو له نورو خلکو هم غوښتنه کوي چې د خپلو اولادنو د ښې روغتیا او سالم بدن په موخه خپل مسولیت په سم ډول سرته ورسوي.

« موږ په کلیو او باڼدو کې عامو خلکو او ملا امانو ته تل دا خبره کړې ده چې خلک دې ته وهڅوي تر څو خپلو ماشومانو ته واکسین ورکړي، له یادي خطرناکي ناروغۍ څخه د ژغورنې لاره همدا واکسین دي، موږ خپل مسولیت تر یو بریده پر ځای کړی هم دی خو له نورو خلکو هم غوښتنه کوو چې په دې برخه کې کار وکړي.»

د روغتیا پالانو د معلوماتو پر بنسټ ماشومانو کې د شري ناروغۍ هغه مهال ډيره پیښيږي چې اړونده واکسین پر خپل ونه لګوي، خوارځواکي وي او یا د بدن دفاعي سیستم يې تر نورو هغو کمزوری وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA