ads

د تقابل وېره

تبصره اول اپرېل ۲۰۲۱

کلید
12 وری 1400
د تقابل وېره
خلیلزاد

د استانبول غونډې په درشل کې، د امریکايي او طالب استازو لیدل او په دې لیدنه کې د طالبانو له خوا پر خپلو تېرو دريځونو ټينګار دا اندېښنه راولاړه کړې چې د تقابل او که د تفاهم لامل به وګرځي؟

پرون د افغانستان په سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له مشر او استازو سره لیدلي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم رسنیو ته ویلي، په دې کتنه کې طالبانو غوښتي چې امریکايي ځواکونه باید د دوحې له تړون سره سم خپلې ټولې ژمنې عملي کړي.

د نعیم په وينا په دې کتنه کې د طالبانو ټینګار دا و چې ټول بهرني سرتيري باید د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان څخه ووځي، په بند کې پاتې ټول بندیان يې خوشې شي او د مشرانو نومونه يې له تور لیست څخه پاک کړای شي.

که څه هم تراوسه پورې امریکايي چارواکو او ډپلوماټانو د طالبانو د دې څرګندونو په تړاو کوم رسمي دريځ نه‌دی اعلان کړی، خو تر دې يوه اوونۍ مخکې د امریکا جمهور رییس جوبایډن په خپله لومړنۍ خبري ناسته کې په ټاکلې نېټه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو چاره سخته بللې وه.

طالبان دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د امریکا په نوښت د ترکیې په استانبول کې د سولې یوه غونډه جوړېدونکې ده. ویل کېږي دا غونډه د بن لومړۍ غونډې ته ورته غونډه ده او د افغانستان د برخلیک او سولې په اړه به مهمې پرېکړې په کې کېږي.

زلمي خلیلزاد دوه اوونۍ مخکې سیمې ته د سفرونو په لړ کې په کابل کې له افغان چارواکو او یو شمېر اغېز ښندونکو سیاستوالو سره یوه لار نقشه شریکه کړه چې د هغوی په نظر کولای شي د سولې پروسه ګړندۍ کړي.

دا لار نقشه د سولې په نامه د یوه مشارکتي حکومت پر جوړولو راڅرخي. افغان حکومت په لومړي سر کې له دې طرحې مخالفت وښود، خو تېره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت مشاور حمدالله محب په خپلو څرګندونو کې وویل چې افغان حکومت د سولې د ټینګښت له‌پاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی. په تاجکستان کې د اسیا زړه  کنفرانس په نهمه غونډه کې جمهور رییس غني په خپله وینا کې له دې طرحې سره کوم څرګند مخالفت ونه‌ښود، خو ويې ویل چې قدرت به د انتخاباتو له لارې چې څارنه به يې د ملګرو ملتونو سازمان کوي، بل چا ته لېږدوي. غني د اوربند په اړه هم څرګنده کړه چې باید د دې نړیوال سازمان تر څار لاندې رامنځ ته شي.

ولس ته د دواړو ښکېلو خواوو له لوري دغه ډول دریځ نیونې اندېښمنوونکې ښکاري او دا ورته څرګنده نه‌ده چې په پای کې به د تقابل او که د تفاهم سبب شی؟ دا پوښتنه ځکه ولس مطرح کوي چې ځينې غوښتنې داسې دي چې منلو يې په تېر کې د امنیت په رابطه هېڅ ښه نتیجه نه‌درلوده. ولس وايي چې دوی تمه لرله همدا چې حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کړل دوی به لږه ارامه ساه واخلي، خو برعکس جګړې او تاوتریخوالي زور واخیست او په راوروسته موده کې زیات شمېر افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، له منځه لاړل او دا دی هغه اور اوس هم په لمبو دی او هره ورځ افغانان په هدفي او نورو حملو کې له منځه ځي. لږ تر لږه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د نهو هدفي وژنو خبر ورکړل شوی دی. خلک په دې نظر دي چې که دې موضوع ته په کتو افغان حکومت د پاتې بندیانو د خوشي کولو تکل ونه‌لري، ښايي د تقابل سبب شي او که چېرې خوشې یې کړي، داسې ضمانت نشته چې په جګړه به اغېزه وکړي او که څنګه؟

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA