د وسلوالو طالبانو یوه ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو یوه جنګي بلک هاک الوتکه چې سیمې ته د بمار لپاره ورغلې وه، د دوی د وسلوالو لخوا په نښه شوې او رانسکوره شوې ده.
نوموړي لیکلي چې په پېښه کې ۳ سرتېري وژل شوي او پیلوټ او عمله یې ټپیان دي.
خو د افغانستان دفاع وزارت یاده ادعا رد کړې او ویلي دي چې، د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې د افغان پوځ یوې بلاک هاک چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناسته کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

