ads

په هرات کې یو چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د هرات امنیتي چارواکي په انجیل ولسوالۍ کې د پولیس پر یوې پوستې د ماین چاودنې خبر ورکوي، چې په ترڅ کې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
12 وری 1400
په هرات کې یو چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
هرات

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وایي، چې تر اوسه د پېښې له ځایه ورته یو جسد او دوه تنه ټپیان وروړل شوي دي.

بل لور ته د هرات د امبولانس مسوول ابراهیم محمدي وایي چې روغتون ته یې دوه جسدونه او یو زخمي انتقال کړي دي.

تراوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA