ads

مېلر د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد سره ولیدل

د افغانستان دفاع وزير اسدالله خالد او سکاټ مېلر پر افغان سوله او د هېواد پر امنيتي وضعيت خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
12 وری 1400
مېلر د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد سره ولیدل

د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې سکاټ مېلر د ملي دفاع وزیر د روغتیایي حالت د ښه کېدو په تړاو خوښي وښوده او همدارنګه یې د امنیتي وضعیت او د سولې په تړاو ورسره غږېدلی دی.

اسدالله خالد همدارنګه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د غوڅ ملاتړ ماموریت د همکاریو او ملاتړ په تړاو له سکاټ مېلر څخه مننه وکړه او د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

دا لیدل داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د افغان سولې په تړاو په همدې روانه میاشت کې په ترکیه ځانګړه ناسته ترسره شي چې د افغان حکومت او د طالبانو د  استازو په ګډون به د سیمي او نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو استازي برخه ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA