ads

د دوحې تړون پر عملي کولو د طالبانو ټینګار

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او د لیدنې پرمهال یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کړی.

شمس الرحمن شمس
12 وری 1400
د دوحې تړون پر عملي کولو د طالبانو ټینګار
خلیلزاد

د دې دفتر ویاند محمد نعیم ودرک پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چې دغو خبرو کې ډېر ټینګار له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د دوحې تړون د ټولو مادو په عملي کولو شوی.

نوموړي همدارنګه وویل چې په ناسته کې همدارنګه د پاتې ټولو بنديانو د خلاصون او د تورو ليستونو د ختمولو او نورو اړونده موضوعاتو په اړه هم خبرې او بحثونه وشول.

د دوحې تړون د ټولو مادو پر عملي کولو داسې مهال ټینګار کېږي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو نېټه رانږدې شوې؛ خو د امریکا جمهور رییس جوبایډن تېره اونۍ په سپنه ماڼۍ کې وویل، له تخنیکي پلوه په مې میاشت کې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل به سخت وي.

اوس داسې ویل کېږي چې امریکایي چارواکو له طالبانو د دې نېټې د غځېدو غوښتنه کړې ده، د امریکا استخباراتي ادارو ویلي، که دوی خپل ځواکونه له یوې مخې وباسي، طالبان به دوه-درې کلونو کې ډېرې سیمې لاندې او د دوی په باور د داعش او القاعده فعالیتونو ته به ازاده فضا برابره شي.

امریکا دا مهال افغانستان کې دوه نیم زره سرتیري لري، خو نیویارک ټایمز بیا د خپلو سرچینو په حواله د دې سرتیرو شمېر درې نیم زره ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA