ads

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز دوحې ته تللې

ټاکل شوې چې نوموړې به له دواړو مرکچي پلاویو او همداراز له لوړپوړو ترکي، قطري او امریکايي چارواکو سره د سولې بهیر د چټکتیا او د تاوتریخوالي کچې د ټیټېدو په اړه خبرې وکړي.

شمس الرحمن شمس
12 وری 1400
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز دوحې ته تللې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشره دیبورا لاینز دوحې ته تللې او ټاکل شوې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو له استازو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د همدې اپریل میاشتې په اوږدو کې د افغانستان سولې لپاره په ترکیه کې د افغان حکومت، طالبانو او د سیمې او نړۍ د استازو په ګډون یوه ځانګړې ناسته جوړه شي.

یادې ناستې ته افغان حکومت او طالبانو د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی دی او تمه لري چې د انقرې ناسته به افغانستان یوې پایداره سولې ته ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA