ددې استنادي دیوال په جوړیدو سره ۸۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ترڅنګ یې ۱۵ کورونه د سیلاب د وړلو له له ګواښه وژغول شول.
د اوبو د تنظیم د چارو اړوند د شمل خورم دریایي حوزې رئیس انجنیر زین الله نسیمي وایي چې دا استنادي دیوال د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې په مالي لګښت د شپږو میاشتو په موده کې جوړ او نن ورځ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو:
(( دا پروژه د سیمې د خلکو لپاره ډيره مهمه وه، ځکه ددې سیمې خلکو په بار بار له موږ غوښتنه کوله او دادی نن ورځ یې موږ تاسې د جوړیدو شاهدان یو، د نورو ډیرو ګټو ترڅنګ یې یوه ګټه دا هم وه، چې ددې پروژې د کارونو پرمهال ۹۵ کسانو ته مستقیما په ورځيني ډول د کار زمینه برابره وه او اوس مهال یې ۳۵۰ کسانو ته په غیر مستقیم ډول ګټه رسیږي.))
د سیمې اوسیدونکي هم ددې استنادي دیوال په جوړیدو سره خوښي ښکاره کوي او وایي چې پدې سره یې نه یوازې چې زیاته اندازه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه د اوبو له خطره وژغول شول، بلکې ترڅنګ یې د سیمې ناچاره کاریګر هم پکې مصروف وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

