ads

خلیلزاد د افغان دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره ولیدل

د افغان حکومت د مذاکره‌کوونکي پلاوي رييس محمد معصوم ستانکزي او د دغه پلاوي یو شمېر غړو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي.

شمس الرحمن شمس
12 وری 1400
خلیلزاد د افغان دولت له مذاکره کوونکي پلاوي سره ولیدل
مذاکره کوونکی پلاوی

په دې لیدنه کې د سولې د روانو مذاکراتو پر چټکتیا او د ترکیې پر کنفرانس خبرې وشوې.

د افغان دولت مذاکره کوونکي پلاوي پرون د چهارشنبې ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه د دغه خبر پخلی وکړ او لیکلي دي چې دواړو لوریو د سولې بهیر پر ګړندیتوب او ترکیې غونډې لپاره پر چمتوالي خبرې او بحث شوی.

دا لېده کاته داسې مهال شوي چې په ترکیه کې د افغانستان سولې لپاره د ځانګړې غونډې وخت رانږدې شوی او په دې غونډه کې به د افغان حکومت او طالبانو  د استازو په ګډون د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو استازي هم برخه اخلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA