ads

په هرات ولایت کې ترافیکي پېښې د دوو تنو ژوند واخېست

د هرات _ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له کبله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شمس الرحمن شمس
11 وری 1400
په هرات ولایت کې ترافیکي پېښې د دوو تنو ژوند واخېست
هرات

د سې شنبې ماښام د هرات ـ کندهار پر لویه لار یو عراده فلانکوچ موټر د تېز رفتارۍ له کبله ترافیکي پېښه کړې ده چې په ترڅ کې پنځو تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د هرات د امبولانس مسوول ابراهیم محمدي وایي، په پېښه کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي چې ټپیان په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د نوموړي په خبره په وژل شویو کې یوه مېرمن شامله ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې هم په دغې لار د یوې ترافیکي پېښې له کبله له لسو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA