ads

په تخار کې دیني عالم مولوي عبدالصمد محمدي ووژل شو

د تخار امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت د دیني علماوو شورا رییس مولوي عبدالصمد محمدي پر موټر نښلوونکي ماین چاودنه کړې چې په ترڅ کې نوموړی وژل شوی او درې تنه نور یې ټپیان کړي دي.

شمس الرحمن شمس
11 وری 1400
په تخار کې دیني عالم مولوي عبدالصمد محمدي ووژل شو

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، چې پېښه نن وروسته له غرمې په تالقان ښار کې رامنځته شوې ده چې د چاودنې په ترڅ کې مولوي عبدالصمد وژل شوی او ورسره درې تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې نن په بلخ ولایت کې هم چاودنه شوې او ۱۵کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA