د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل چې پېښه نن غرمه یوه بجه په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له کبله رامنځته شوې، چې په پایله کې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل شول او د ملي اردو د درې سرتېرو په ګډون ۱۳تنه ملکي وګړي یې ټپیان کړل.
تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده په دې ورستیو ورځو کې په افغانستان کې ماین چاودنې زیاتې شوې دي چې تر ډېره ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

