د هغه وینا چې دې ولایت کې له پرونۍ پېښې وروسته پرېکړه شوې، چې د نن ورځې له پاره به ننګرهار کې د پولیو کمپاین ځنډول کېږي.
نوموړی وايي، په ټول ننګرهار کې ۷ میلیونه له پنځو کالو کم ماشومان د پولیو واکسین هدف دي او ټولو ختیځو ولایتونو کې باید دا واکسین ۱۱ میلیونو ماشومانو ته ترزیق شي.
ناپېژانده وسله والو تېره ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د پولیو درې کارکوونکې په اومې او څلورمې ناحیې کې دوو جلال بریدونو کې ووژلې.
تېره شپه د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل نارنج ګل مشاعرې کې د خبرو پر مهال وویل، له امنیتي ارګانونو یې په «کلکه» غوښتنه کړې، چې د پولیو د وژل شویو کارکوونکیو قاتلان پیدا او قانون ته یې وسپاري.
تر دې پېښې مخکې هم ننګرهار کې مختلفو پېښو کې مېرمنې په نښه شوي؛ خو تر اوسه چارواکیو د یوې پېښې د «اصلي» عاملینو د نیولو خبر نه دی ورکړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

