ads

ناپېژانده وسله‌والو په لوګر ولایت کې یو ډګروال وژلی دی

د پکتیا امنیتي چارواکي وایي، نن سهار ناپېژاندو وسلوالو د لوګر مرکز پُل علم اړوند خضر سیمه کې د پکتیا د دویمې لوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض په ډزو سره وژلی دی.

شمس الرحمن شمس
11 وری 1400
ناپېژانده وسله‌والو په لوګر ولایت کې یو ډګروال وژلی دی

پکتیا کې د دویمې سرحدي لوا قوماندان ډګروال ګوجر خان امان د دغه خبر پخلی کړی او ویلي دي چې فریدون فیاض له کابله ګردیز ته دندې ته پر لاره و چې د وسلوالو له برید سره مخ.

د نوموړي به خبره په برید کې ډګروال فریدون فیاض وژل شوی او د هغه یو ساتونکی ټپي شوی دی.

تر اوسه د برید مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA