د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې پرون دغه برید د ضربتیانو په نوم افغان ځواکونو پر یوه مرکز شوی، چې په ترڅ کې یادو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
“ضربتیان” د خوست ولایتي قواوو د هغه ټولي نوم دی چې ویل کېږي درې ورځې وړاندې یې د خوست ولایت په صبریو کې عملیات کړي وو.
په دې عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي کسانو د وژل کېدو ادعا شوې وه.
بلور ته د خوست ولایتي قواوو پر خپله فېسبوکپاڼه یوه پیغام کې ویلي چې ”طالبانو د دوحې تړون څخه په سرغړونې په خوست ښار کې د ایتلافي ګډو ځواکونو پر نظامي قرارګاه ړانده توغوندي ورتوغولي دي.
په اعلامیه کې ادعا شوې چې دغه توغندي د بهرنیو ځواکونو له مرکزه لېرې أه لنډي نومي کلي کې د ملکي خلکو پر کورونو لګیدلي چې د سر زیان یې نه دی اړولی.
د خوست ځايي چارواکو هم تایید کړې چې د دغه ولایت په پخواني هوايي ډګر سیمه کې پر یوه پوځي مرکز د توغندیو ګوزارونه شوي.
زوړ میدان هغه پوځي اډه ده چې د ولایتي قواوو، کمپاین یا کي پي کې ځواکونو تر څنګ امریکایان هم په کې اوسي، خو طالبانو د وروستي برید په اړه خپله لنډه اعلامیه کې د امریکایي ځواکونو یادونه نه ده کړې، او نه هم افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونه لا په دې اړه څه ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

