د افغان دولت مذاکراتي پلاوي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې له شکاټ مېلر سره د افغانستان د سولې پر مسله او امنيتي مسايلو خبرې او بحث وشو.
دا لیدنه داسې مهال کېږي چې افغان مذاکراتي پلاوی لاهم په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره دیره دی؛ خو تر اوسه د دواړو پلاوو په خبرو کې خاص پرمختګ نه دی شوی.
ټاکل شوې د افغان سولې لپاره په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه شي چې پکې به د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو استازي هم برخه ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

