ads

دفاع وزارت: د هېواد په ۷ ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت د هېواد په ۷ ولایتونو کې د عملیاتو په پایله کې د ۷۴تنه طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
11 وری 1400
دفاع وزارت: د هېواد په ۷ ولایتونو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

له دغه وزارت څخه د چهارشنبې ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۷ ولایتونو کې عملیات کړي دي چې په ترڅ کې ۷۴ تنه طالبان وژل شوي  او ۳۸ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغه مرګ ژوله په لغمان، غزني، میدان وردګ، هلمند، بدخشان، بلخ او کندهار ولایتونو کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA