په دغه اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې تاوتریخوالی کم کړي او له خپل پسرلني عملیات څخه تېر شي ترڅو د مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.
په اعلامیه کې ویل شوې چې افغانستان د سولې لپاره یو ښه فرصت لري او تمه یې ښودلې چې ښکېل لوري له دې فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي.
امریکا همدارنګه په افغانستان کې د هدفي وژنو په تړاو اندېښنه ښودلې ده او سمدستي یې د هدفي وژنو پر درېدو ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې هدفي وژنې بیا ډېرې شوي دي چې تازه تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې د درې ښځېنه واکسیناتورانو د وژنې پېښې دي چې پراخ غبرګونونه له ځان سره لري.


