ads

په غزني د چاودېدونکو توکو ډیپو له منځه یوړل شو

دفاع وزارت په غزني کې د طالبانو له چاودېدونکو توکو د ستر ډیپو د ویجاړېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
10 وری 1400
په غزني د چاودېدونکو توکو ډیپو له منځه یوړل شو

له دغه وزارت څخه تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، افغان هوایي ځواکونو د غزني ولایت د ابند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو له چاودېدونکو توکو ډک ډیپو په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، په ترسره شوي هوایي برید کې د طالبانو ۲۰۰ بوجۍ چاودېدونکي توکي تخریب شول.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ورته بریدونو کې د طالبانو د وسلو پټنځایونه په نښه شوي دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA