ads

علي رحمان: د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري

د تاجکستان جمهور رییس امام علي رحمان د سه شنبې په ورځ په دوشنبې ښار کې د اسیا زړه ـ استانبول کنفرانس په غونډه کې وویل چې د افغانستان روانه شخړه له نظامي لارو نه حل کېږي.

محمدخان بریال
10 وری 1400
علي رحمان: د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري

ده زیاته کړه، دغه هېواد به د افغانستان د روان بحران د حل لپاره ګټور ګامونه پورته کړي.
د نوموړي په وینا، تاجکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې غوښتونکی دی او له دغه هېواد سره یې مرستې د بهرني سیاست لومړیتوبونه دي.
هغه همدارنګه وویل چې د افغانستان د سولې په خبرو کې دې د ټولو افغانانو غوښتنې په پام کې ونیول شي.
د تاجکستان جمهور رییس له نورو هېوادونو وغوښتل چې سولې ته د رسېدو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
رحمان دا هم وویل چې د افغانانو درد د تاجکستان د ولس درد دی.
ده افغانستان ته د برېښنا د لېږد خبر هم ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA