نوموړي په همدې هدف جوړې شوې غونډې ته وویل، سوله د افغان حکومت غوښتنه نه، بلکې اساسي لومړیتوب دی.
ده څرګنده کړه چې د افغانستان او تاجکستان مناسبات د ګډو ګټو او متقابل احترام پر اساس رامنځته شوي دي.
جمهور رییس غني په هېواد کې د روان تاوتریخوالي پر پای ته رسېدو ټینګار وکړ.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، افغانان خپل راتلونکي ته هیلهمند دي او په خبره یې، دا چې د افغانستان حکومت او نړیوال شریکان د سولې په برخه کې ګډ لیدلوری لري، د سولې ټیګېدل نور هم رښتیا کوي.
دا کنفرانس د افغانستان او ترکیې په نوښت په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پیل شو، چې پرون او نن یې نهمه غونډه ترسره شوه.
د یاد کنفرانس هدف د افغانستان پر روانو حالت بحث او خبرې اترې دي.


