جمهور رییس غني د تاجکستان له لومړي وزیر سره وکتل

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې جمهور رییس محمد اشرف غني پرون مازدیګر مهال د دوشنبې ښار په بوستان سرای کې د تاجکستان له لومړي وزیر قاهر رسول زاده سره ولیدل.