خبرپاڼه زیاتوي، په دې کتنه دواړو لورو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په امنیتي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي او فرهنګي برخو کې د اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهور رییس پرون سهار مهال د اسیازړه ـ استانبول پروسې په کنفرانس کې د ګډون لپاره تاجکستان هېواد ته ولاړ.
نوموړي ته د یاد هېواد د دولتي پوهنتون له خوا د افتخاري دوکتورا سند هم ورکړل شول.
هغه په همدې هدف په جوړو شوو مراسمو کې په افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو ژوره اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې جګړه غیر محدوده شوې ده.
د ده په خبره، د جګړې او غیر جګړې تر منځ سرحد له منځه وړل شوی او په وینا یې، هره ورځ په افغانستان کې ټول دولتي او خصوصي بنسټونه تر برید لاندې دي.
د یادولو وړ ده چې جمهور رییس غني پرون په اسیازړه ـ استانبول پروسې کنفرانس کې د ګډون لپاره دوشنبې ښار ته ولاړ او ټاکل شوې چې نن په دې ناسته کې ګډون او وینا وکړي.


