ads

اتمر او مولود چاوش اغلو د استانبول پر کنفرانس غږېدلي

بهرنیو چارو وزارت وایي، محمد حنیف اتمر او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو تېره ورځ د اسیازړه ـ کنفرانس په څنډه کې له یو بل سره کتلي دي.

محمدخان بریال
10 وری 1400
اتمر او مولود چاوش اغلو د استانبول پر کنفرانس غږېدلي

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، دواړو لورو په ترسره شوې کتنه کې د افغانستان د سولې پر مسله او د ترکیې پر جوړېدونکي کنفرانس خبرې کړې دي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هیله ښودلې چې د اسیا زړه کنفرانس او ورپسې د ترکیې کنفرانس به په افغانستان کې د سولې سبب شي او په دغه هېواد کې به روانه جګړه پایته ورسوي.
هغه ډاډ ورکړی چې ترکیه د سولې په مسله کې د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او هڅه کوي، څو داسې یوې پایلې ته دواړه لوري وهڅوي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي.
حنیف اتمر هم ویلي چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه ده او زیاته کړې یې ده چې د ترکیې په غونډه کې به افغان لوری له بشپړ تیاري سره ګډون کوي.
دواړه لوري پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې د افغانستان د سولې په تړاو په ترکیه کې کنفرانس ترسره شي.
دې غونډې ته پر حکومتي مشرانو سربېره طالبان هم بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA