څنګه چې جوته ده د اپریل میاشتې په اوږدو کې به د استانبول غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې به د سیمې په کچه سازمانونو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون وکړي. دې غونډې ته افغانان ډېر هیلهمن دي، په تېره د افغانستان مصالحې عالي شورا یې یو بېساری فرصت بولي.
د دې غونډې بل اهمیت دا دی، یو شمېر هغه هېوادونه به هم د افغانستان سولې په بهیر کې راګډ کړل شي چې مخکې څنګ ته شوي وو.
په هرحال، له کله راهیسې چې د استانبول غونډې د جوړېدو ویل شوي، له هماغه راهیسې په افغانستان کې دننه او دباندې هم د سولې په تړاو هڅې او کوښښونه زیات شوي او په هره ناسته او غونډه کې په افغانستان کې د با عزته سولې، د جمهوریت ساتلو، اوربند او د سولې په خبرو کې د ښځو پیکه ونډې او د ښځو حقونو په اړه غږونه پورته کېږي.
نن په همدې تړاو کابل د څو بېلابېلو غونډو کوربه و. یوه غونډه د ولسي- سیاسي مرکزي شورا له لوري د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې وه، بله «د سولې ملي غونډه» تر سرلیک لاندې، د ټولشموله سولې لپاره د افغانستان میکانیزم په نوښت ترسره شوه. دغه راز درېیمه غونډه د افغانستان ستراتیژیکو مطالعاتو او د سولې لپاره د ځوانانو دادغوښتنې مرکز په مټ جوړه شوې وه.
د دغو غونډو ترڅنګ نن جمهور رییس غني تاجکستان ته رسېدلی او ښايي د اسیا زړه کنفرانس- استانبول پروسې په نهمه غونډه کې سبا وینا وکړي. د دغې غونډې یوه لویه برخه به پر افغان سوله راټوله او متمرکزه وي.
تر نورو غونډو د دې غونډې اهمیت په دې کې دی چې تر سیاسي او غرضي شننو مخکې، د غونډې په لومړۍ ورځ د کارپوهانو له خوا د جګړې پر عواملو له هر اړخه بحثونه کېږي. تندلاري، ترهګري او د نشهیي توکو قاچاق د دې غونډې درې اساسي موضوعات دي چې شنونکي پرې غږېږي. د غونډې په وروستۍ ورځ د افغانستان او تاجکستان د جمهورو رییسانو په ګډون د اسیا زړه بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کېږي او په پای کې یوه اعلامیه صادرېږي چې د افغانستان او سیمې د سولې او ثبات پر محور به چورلي. افغان حکومت وايي، په دې ناسته کې د افغان سولې لپاره د سیمهييزې اجماع د لا پیاوړي کولو لپاره هڅه کوي.
که څه هم دا غونډې بېاغېزې نهدي، خو وبه کتل شي چې تر کومه بريده د افغانستان لپاره د استانبول سولې پر غونډې اغېز کوي؟ دا پوښتنه هغه وخت ځوابېږي چې د دې غونډو د ګډونکوونکو غږ د استانبول په غونډه کې واورېدل شي.
ولس تمه لري چې د استانبول سولې په ناسته کې دغه غږونه خامخا واورېدل شي او په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره په واقعي توګه د شخړې عوامل وارزوي او د دغې ارزونې په نتیجه کې سیاسي بحثونو او پرېکړو ته لار اواره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ