ads

په هلمند کې موټر بم برید هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ شو

د هلمند امنیتي چارواکي په نهرو سراج ولسوالۍ کې هدف ته تر رسېدو وړاندې د موټر بم برید مخنیوي خبر ورکوي.

حضرت محمد روحاني
9 وری 1400
په هلمند کې موټر بم برید هدف ته تر رسېدو وړاندې شنډ شو

د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد اسماعیل خپلواک د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه لس نیمې بجې وسله والو مخالفینو هوډ درلود چې په مهاجر بازار سیمه کې پر امنیتي پوستې د هاموي ټانک برید وکړي.
هغه زیاتوي، دغه ټانک هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان سرتېرو له لوري په نښه او شنډ شو.
د ده په خبره، په دې پېښه کې یو سرتېری وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل، په یاد موټربم برید کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې نه ده منلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA