له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، کمانډو ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
په خپرپاڼه کې لیکل شوي چې د دغو عملیاتو په پایله کې د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د استخباراتو مسول شفیق الله نیول شوی دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې له ده سره دوه نور شکمن کسان هم نیول شوي دي.
طالبانو بیا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


