ads

په خوست کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله

د خوست په صبريو ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپه دې خوا افغان ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات پيل کړي چې ملکي خلکو ته هم پکې مرګ ژوبلې ادعا شوې ده.
د سيمې خلک وايي، په دغو عملياتو کې تر ډېره ملکي وګړي قرباني شوي.

بختاجان بختیار
9 وری 1400
په خوست کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله

په ټولنیزو رسنیو کې هم د سيمې د خلکو له خوا د ماشومانو ځينې عکسونه خپرېږي چې ګني په دې عملياتو کې وژل شوي دي.
خو د خوست والي تورن جنرال مهمند کټوازي رسنیو ته په یوه لېږل شوې ویډیو کې وايي، دا عمليات د هغو وسله والو طالبانو پر وړاندې پيل شوي، کوم چې د صبریو ولسوالۍ ترڅنګ پر نورو ولسواليو د برید د پلان په موخه راټول شوي وو.
هغه دا نه مني چې ګنې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په وينا یې، ملکي خلک د وسله والو په اېښودل شوي ماین کې وژل شوي دي.
والي همداراز زیاتوي، دا عمليات چې د ځانګړو ځواکونو له لوري پيل شوي، په پايله کې يې د وسله والو ډېر شمېر کسان وژل شوي، د هغوی زندانونه مات او یو شمېر سپکې او درندې وسلې هم د یادو ځواکونو لاسته ورغلې.
په ورته مهال د خوست ځانګړو ځواکونو د اړيکو دفتر څخه په یوه خپره شوې اعلامیه د والي څرګندونو ته خبرې شوي دي.
طالبانو بیا رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې په يعقوبيو او صبريو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ کسان وژل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA