د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼی وايي، په دې پېښه کې د ناوې او شاه موټر له یوه بل کرولا موټر سره ټکر کړی او له امله یې یاده مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي، په دې پېښه کې د یو ماشوم په ګډون دوه تنه مړه شوي او د ناوې او شاه په ګډون ۷ تنه نور ژوبل شوي دي، چې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی.
د چارواکو په خبره، یاده پېښه د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.


