ads

په بغلان کې د طالبانو لوړپوړی غړی ونیول شو

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، ځواکونه یې توانېدلي چې په بغلان ولایت کې د طالبان یو لوړپوړی غړی ونیسي.

محمدخان بریال
9 وری 1400
په بغلان کې د طالبانو لوړپوړی غړی ونیول شو

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، له بند څخه د طالبانو یو ازاد شوي غړي په بغلان ولایت کې یو ځل بیا د وسلو قاچاق پیل کړی و چې د افغان سرتېرو له لوري ونیول شو.
خبرپاڼه زیاتوي، نوموړی تر خوشي کېدو وروسته بیرته له طالبانو سره یوځای شوی و او د وسلو لېږد مسولیت یې پر غاړه درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي غوښتل چې ۱۳ میله تفنګچې او یو میل کلاشینکوف کندز ولایت ته ولېږدوي، چې د عملیاتو په پایله کې نیول شوی دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې هم د جګړې لیکو ته د ازادو شوو طالبانو د بیرته تګ خبرونه ورکړل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA