ads

ملګرو ملتونو د افغان سولې په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز په تازه څرګندونو کې ویلي چې دغه سازمان به په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

محمدخان بریال
9 وری 1400
ملګرو ملتونو د افغان سولې په برخه کې د هڅو ډاډ ورکړی

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د ملګرو ملتونو استازې تېره ورځ ناوخته له حنیف اتمر سره په لیدنه کې دا څرګندونې کړې دي.
د سرچینې په خبره، نوموړې دغه راز په ترکیه کې د افغانستان د سولې خبرو لپاره د چمتووالي په اړه پر خبرو سربېره، په افغانستان کې د تلپاتې سولې په تامین کې د سیمې او نړیوالې ټولنې رول مهم بللی دی.
هغې په افغانستان کې د سولې د بريا او اجماع لپاره د ملګروملتونو د هڅو د دوام ډاډ ورکړی.
د سرچینې په خبره، دواړو لورو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ٢٥١٣ پریکړه لیک پر پلي کېدو هم ټینګار کړی او د افغانستان د خلکو د ارادې پر اساس یې د سولې بهیر د بریا هیله څرګنده کړې ده.
ملګري ملتونه پر داسې مهال د سولې په برخه کې د هڅو ډاډ ورکوي چې ټاکل شوې په اپرېل میاشت کې د دغه سازمان په کوربتوب په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو غونډه وشي.
دې غونډې ته پر حکومتي مشرانو سربېره طالبان هم بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA